د طالبانو حکومت د بهرنيو چارو وزير مولوي امير خان متقي د ايران د بهرنيو چارو وزارت د اسيايي چارو رئيس او د دغه هېواد د بهرنيو چارو وزير له ځانګړي استازي محمد رضا بهرامي سره کتلي.
د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزارت ویاند ضیا احمد تکل ویلي، امیر خان متقي ته په دې ليدنه کې ايراني لوري د تهران د وروستۍ ناستې په اړه معلومات ورکړل او افغانستان ته يې د سيمهييزو همکاريو په چوکاټ کې د مهم غړي په سترګه کتلي.
همداراز، مولوي امير خان متقي د افغانستان او ايران اړيکې مثبتې بللي او ویلي یې دي چې افغانستان نور د «مسئلې» په توګه نه، بلکې د سيمې د فعال همکار په توګه بايد وپېژندل شي.

