جمعه, مارچ 13, 2026
Homeافغانستانامیرخان متقي؛په کابل کې د قطر دولت د سفارت شارژدافیر مُردِف القاشوطي...

امیرخان متقي؛په کابل کې د قطر دولت د سفارت شارژدافیر مُردِف القاشوطي سره لېدلي

‏د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقي په کابل کې د قطر دولت د سفارت شارژدافیر مُردِف القاشوطي سره لېدلي.

د یاد وزارت ویاند ضیاء احمد تکل په خپله ایکس‌پاڼه لیکلي، چې په دې ناسته کې دواړو لوریو د دوو اړخیزو اړیکو پر پراختیا، د ډیپلوماتیکو اړیکو د کچې پر لوړولو او دغه راز افغانستان سره د قطر پر مرستو او یو لړ سیمه‌ییزو مسایلو خبرې وکړې.

نوموړي د دغې ناستې په اړه ډېر جزیات نه دي ورکړې.

ضیاء احمد تکل داسې مهال د دغې لیدنې خبر ورکوي، چې د طالبانو حکومت د کورنیو چارو وزارت سرپرست سراج الدین حقاني او د استخباراتو رییس ملا عبدالحق وثیق عربي متحده اماراتو ته سفر کړی.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here