د روسیه د بهرنیو چارو وزیر، سرګي لاوروف د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو له وزیر امیرخان متقي سره په ټیلیفوني اړیکه کې د سیمې پر وروستیو پرمختګونو خبرې کړې دي.
د روسیې د بهرنیو چارو وزارت په یوه اعلامیه کې ویلي چې په دې خبرو کې د سیمې امنیتي وضعیت، په ځانګړي ډول پر ایران د وروستیو بریدونو منفي او بېثباته کوونکي اغېزې هم ارزول شوې دي.
د خبرپاڼې له مخې، دواړو لورو د افغانستان او پاکستان ترمنځ د سیاسي او پوځي ترینګلتیاوو د کمېدو پر امکان هم بحث کړی دی.
سرګي لاوروف ټینګار کړی چې د کابل او اسلاماباد ترمنځ اختلافات باید د سیاسي خبرو او ډیپلوماټیکو لارو حل شي.

