د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزارت سرپرست امیرخان متقي له خپل قزاقستاني سیال مرات نورتلیف سره د دوه اړخیزو اړیکو، اقتصادي همکاریو، سیمهییزو فرصتونو، ټرانزیټي پروژو او سیاسي تفاهم د پیاوړتیا په اړه خبرې کړې دي.
د وزارت د خبرپاڼې له مخې، متقي د افغانستان په تړاو د قزاقستان مثبت دریځ وستایه او ویې ویل چې دا تعامل باید پیاوړې او دوامداره همکارۍ ته واوړي.
همداراز، د قزاقستان د بهرنیو چارو وزیر ویلي چې هېواد یې له افغانستان سره د سیاسي، اقتصادي او علمي همکاریو د پراخېدو هیله لري.
دواړو لوریو د تور غونډۍ–هرات د وسپنې پټلۍ د تخنیکي ډلو د دوامدار ګډ کار پر اهمیت ټینګار وکړ.

