د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیر خان متقي نن د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د ځانګړي استازي اډم بولر په مشرۍ له هغه پلاوي سره وکتل، چې د افغان سولې لپاره د امریکا پخوانی ځانګړی استازی ډاکټر زلمی خلیلزاد هم پکې شامل و.
د طالبانو حکومت مرستیال ویاند حمدالله فطرت په خپله ایکسپاڼه لیکلي، چې په دې ناسته کې دواړو لورو د دوه اړخیزو اړیکو د پراختیا، د اتباعو د ستونزو، په افغانستان کې د پانګونې او نورو فرصتونو په اړه هر اړخیز بحثونه وکړل.

هغه ویلي، چې په دې ناسته کې ټینګار وشو چې د دواړو هېوادونو ترمنځ پر شته او راتلونکو موضوعاتو، په ځانګړي ډول د بندیانو پر مسئله، خبرې به دوام وکړي.
د فطرت په خبره، امیرخان متقي د خبرو په پیل کې د دوحې پخوانیو مذاکراتو ته په اشارې سره وویل، اوس ښه فرصت برابر شوی چې اړیکې عادي حالت ته راوګرځول شي او هېڅ داسې پېچلې ستونزه نه شته چې حل یې ستونزمن وي.

د نوموړي په خبره، د امریکايي پلاوي مشر په خپله وینا کې د ختیځو ولایاتو د وروستۍ زلزلې په تړاو خواخوږي څرګنده کړې او کابل ته خپل سفر یې ګټور وباله.
د فطرت لیکلي، امریکایي پلاوي ویلي، چې دواړه لوري باید د تېرو ناستو پر تعقیب عملي ګامونه واخلي تر څو مثبتې پایلې ترلاسه شي.

یاد پلاوي ویلي چې امریکا د ملتونو د انتخاب ازادۍ ته درناوی لري او نه غواړي پر افغانانو څه تحمیل کړي.

