د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي نن په کابل کې د افغانستان لپاره د ناروې له شارژدافیر پير البرټ الساس سره ولیدل.
د بهرنیو چارو وزارت د خبرپاڼې له مخې، الساس د پاکستان وروستیو هوايي بریدونو یادونه کړې او ویلي یې دي چې پر کونړ، خوست او پکتیکا د ملکي کسانو، په ځانګړي ډول د ښځو او ماشومانو وژل د ژور تاسف وړ دي.
هغه ټینګار کړی چې ناروې د طالبانو حکومت له رغنده تعامل ملاتړ کوي.
امیرخان متقي بیا ویلي چې افغانستان له ټولو هېوادونو، په ځانګړي ډول پاکستان سره، د متقابل احترام پر بنسټ د اړیکو پراختیا غواړي.
نوموړي هیله څرګنده کړې چې مقابل لوري هم د زور او بېثباتۍ پر ځای د خبرو، تفاهم او ثبات لاره غوره کړي.
وزارت زیاتوي چې دواړو لوریو پر انساني وضعیت، سیمهییز امنیت او د همکارۍ پر پراخولو خبرې کړې دي.

