د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزیر امير خان متقي د متحده عربي اماراتو د لومړي وزیر له مرستیال او د بهرنیو چارو له وزیر عبدالله بن زايد آل نهيان سره ټلیفوني خبرې کړې دي.
د بهرنیو چارو وزارت په خبرپاڼه کې ویل شوي چې په دې ټیلیفوني تماس کې د دواړو هېوادونو ترمنځ اړیکو، د افغانستان او امریکا ترمنځ موضوعاتو، سیمهییز وضعیت او د افغانستان او پاکستان ترمنځ د وروستي کړکېچ په اړه خبرې شوې دي.
د خبرپاڼې له مخې، امیر خان متقي د امریکايي اسیر د خوشې کېدو په برخه کې د متحده عربي اماراتو له منځګړتوب مننه کړې او ټینګار یې کړی چې پاتې ستونزې باید د خبرو او تفاهم له لارې حل شي.
هغه د سیمې د روان وضعیت په اړه هم اندېښنه څرګنده کړې او ویلي یې دي چې افغانستان غواړي له پاکستان سره اختلافونه د خبرو له لارې حل کړي.
بلخوا، عبدالله بن زايد آل نهیان د افغانستان او امریکا اړیکې مهمې بللې او ویلي یې دي چې متحده عربي امارات به په دې برخه کې خپل مثبت رول ته دوام ورکړي.
هغه همداراز ټینګار کړی چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ تاوتریخوالی د هېڅ لوري په ګټه نه دی او په اماراتو کې د افغانانو د خوندیتوب ډاډ یې ورکړی دی.

