جمعه, مارچ 20, 2026
Homeافغانستانامیرخان متقي؛د قزاقستان له راغلي پلاوي د ویزو زیاتېدو غوښتنه وکړه

امیرخان متقي؛د قزاقستان له راغلي پلاوي د ویزو زیاتېدو غوښتنه وکړه

د قزاقستان راغلي پلاوي د طالبانو حکومت اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر سره تر کتنې وروسته د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیرخان متقي سره کتلي دي.

د یاد وزارت ویاند ضیاءاحمد تکل ویلي، چې په دې ناسته کې پر دوو اړخیزو سیاسي، اقتصادي اړیکو، ټرانزیټ او ټرانسپورټ خبرې شوې دي.

متقي له قزاقي لوري غوښتي، چې د اقتصادي پیاوړتیا لپاره دې افغان لوري ته ویزې زیاتې او دې برخه کې اسانتیا رامنځته کړي.

د سرچینې د معلوماتو له مخې، په دې لیدنه کې د قزاقستان د اقتصاد وزیر افغانستان یو نه بېلېدونکی شریک بللی دی.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here