د طالبانو حکومت د بهرنيو چارو وزير مولوي امير خان متقي د ايران د بهرنيو چارو وزير سيد عباس عراقچي په رسمي بلنه تهران ته تللی دی.
د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزارت مرستیال ویاند حافظ ضیاء احمد تکل پر خپله ایکسپاڼه لیکلي، چې له نوموړي سره په دې سفر کې د طالبانو د اقتصاد وزارت مرستيال ډاکټر عبداللطيف نظري هم ملګری دی.
تکل زیاتوي، چې امیرخان متقي به د تهران د خبرو اترو فورم کې ګډون وکړي او له خپل ايراني سيال او نورو لوړپوړو چارواکو سره د دواړو هېوادونو ترمنځ د دوهاړخيزو اړيکو په اړه به بحثونه وکړي.

