جمعه, مارچ 20, 2026
Homeافغانستانامیرخان متقي؛د ترکیې له روانېدونکي دیپلومات سره د مخه‌ښې لیدنه ترسره کړه

امیرخان متقي؛د ترکیې له روانېدونکي دیپلومات سره د مخه‌ښې لیدنه ترسره کړه

د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقي د ترکیې د سفارت له چارسمبالي جنک اونال سره د هغه د ماموریت د پای په مناسبت د خدای‌پامانۍ لیدنه کړې ده.

په دې کتنه کې دواړو لورو د افغانستان او ترکیې ترمنځ د سیاسي، اقتصادي او سیمه‌ ییزو همکاریو پر پراختیا او موجودو موضوعاتو خبرې کړې.

متقي د کابل او اسلام‌اباد ترمنځ د خبرو د کوربتوب په برخه کې د ترکیې له هڅو ستاینه کړې ده.

جنک اونال، چې خپل ماموریت یې بشپړ کړی، وویل چې د دواړو هېوادونو د اړیکو د پیاوړتیا لپاره یې هڅې کړې او د ښه همکارۍ د دوام هیله یې څرګنده کړې.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here