د اوزبیکستان د بهرنیو چارو وزارت مرستیال بابر عثمانوف د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي سره لیدنه کړې ده.
دا لیدنه د افغانستان او منځنۍ آسیا د مشورتي خبرو اترو د لومړۍ ناستې په څنډه کې ترسره شوې، چې دواړو لورو پکې د دوه اړخیزو اړیکو د پیاوړتیا، شته فرصتونو او د سیمې پر روان وضعیت خبرې او د نظر تبادله کړې ده.
په دې کتنه کې، امیرخان متقي د اوزبیکستان له پلاوي مننه کړې او ټینګار یې کړی چې د مشورتي ناستې پر مهال د وړاندې شوو نظریاتو او وړاندیزونو پر بنسټ باید راتلونکي ګامونه په ګډه همغږي شي.

هغه د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو پرمختګ مثبت بللی او د لا زیاتې همکارۍ غوښتنه یې کړې ده.
بل لور ته، بابر عثمانوف د دې سیمهییز نوښت ملاتړ کړی او د کابل او تاشکند ترمنځ د وروستیو پرمختګونو یادونه کړې او ټینګار یې کړی چې دواړه هېوادونه باید خپلې اړیکې نورې هم پراخې کړي.

