د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزارت سرپرست امیرخان متقي د افغانستان لپاره د متحده عربي اماراتو له ځانګړي استازي سره د دوهاړخیزو اړیکو، سوداګرۍ، د ترانزیت پراختیا، افغانانو ته د ویزو د ورکولو آسانتیاوو او ځینو سیمهییزو مسایلو په اړه خبرې کړې دي.
ښاغلي متقي په دې لیدنه کې د کابل او ابوظهبي اړیکې مثبتې بللې دي او هیله یې څرګنده کړې چې د هغه د وروستي سفر پر مهال له اماراتو سره شوي توافقونه به پلي شي او د دواړو هېوادونو ترمنځ به سوداګریزې او ترانزیتي اړیکې لا پیاوړې شي.
په دې لیدنه کې د اماراتو استازي هم دوهاړخیزې اړیکې مثبتې بللې دي او د دې سفر هدف یې د دواړو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو ترمنځ د شويو توافقونو تعقیب بللی دی.

