امنیتي سرچینې وایي چې د بلوچستان ایالت د کچلاغ او کوېټې ترمنځ سیمه کې د ایف سي پر عمومي قومندانۍ برید شوی دی.
د سرچینو په وینا، دا عملیات د بلوچستان په کچه د «غزهبند» په نوم ترسره شوي چې هدف یې د پاکستان د سرحدي ځواکونو مرکز و.
راپورونه زیاتوي چې د برید په پایله کې د پاکستان د پوځ یو شمېر سرتېرو ته مرګژوبله اوښتې ده، خو د تلفاتو کره شمېر لا نه دی څرګند شوی.
ویل کېږي چې دا برید د طالبانو حکومت وروسته له هغې کړی چې د پاکستان پوځ پر کندهار هوایي بریدونه کړي وو.

