د افغانستان د سولې کمیټې (CPA) د امریکا په ویرجینیا کې د سولې، ملي پخلاینې او د افغانانو د حقونو د خوندي کولو په موخه غونډه وکړه.
په دې غونډه کې چې مشري یې ایام الدین ایام کوي، د افغان ملت د ګوند مشر ستانهګل شیرزاد، د مالیې پخواني وزیر انورالحق احدي، او ګڼ شمېر سیاسي او مدني فعالانو ګډون درلود.
ویناوالو په هیواد کې په سیاسي، مذهبي او انساني حقوقو ټینګار وکړ او د دوحې تړون د بشپړ تطبیق ترڅنګ یې په افغانستان کې ټولشموله حکومت د روانې کشالې حل وباله.

