د رویټرز خبري آژانس د راپور له مخې، د امریکا د کلرادو ایالت په بولډر ښار کې یو ۴۵ کلن سړي د بمونو په وسیله برید کړی، چې له امله یې لږ تر لږه شپږ کسان ټپیان شوي دي.
دغه سړی د «فلسطین ته ازادي» شعار په ویلو سره، اورلګونکي بمونه پر هغه خلکو غورځولي چې د اسراییلي یرغملو د یاد مراسمو لپاره راټول شوي وو.
د امریکا فدرالي پولیسو ویلي، لومړنۍ څېړنې ښيي چې دا برید یو له تاوتریخوالي ډک اقدام وو او دا مهال افبيآي دا پېښه د یو «ترهګریز عمل» په توګه څېړي.

