د ایران لپاره د امریکا انلاین سفارت خپلو وګړو ته خبرداری ورکړی چې د امنیتي اندېښنو له امله باید ژر تر ژره له دغه هېواده ووځي.
په خپره شوې خبرپاڼه کې امریکایي وګړو ته ویل شوي چې که امکان ولري، د بل چا له مرستې پرته دې ځانونه خوندي ځایونو ته ورسوي، ځکه د امریکا حکومت نه شي کولای د هغوی د امنیت تضمین وکړي.
دا خبرداری په داسې وخت کې ورکول شوی چې په ایران کې د پراخو لاریونونو له امله د تهران او واشنګټن اړیکې لا زیاتې ترینګلې شوې دي.

