د امریکا د بهرنیو چارو وزارت خپلو وګړو ته خبرداری ورکړی چې که امکان ولري، ایران دې ژر تر ژره د ترکیې یا ارمنستان له لارې پرېږدي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په یوه بیان کې ویلي، په ایران کې امنیتي وضعیت لا هم خراب دی، ګڼې لارې تړل شوې، عامه ترانسپورت له ستونزو سره مخ دی او د انټرنېټ او مخابراتي شبکو محدودیتونه دوام لري.
بیان زیاتوي چې د ایران حکومت د ګرځنده ټیلیفون، لینلاین او ملي انټرنېټ پر لاسرسي سخت بندیزونه لګولي او هوايي شرکتونو لا هم ایران ته او له ایرانه ګڼ پروازونه لغوه یا محدود کړي دي.
د امریکا حکومت خپلو اتباعو ته سپارښتنه کړې چې د انټرنېټ د دوامدارو پرې کېدو لپاره چمتو واوسي، د اړیکو بدیلې لارې ولري او که امنیتي شرایط اجازه ورکوي، له ایرانه د ځمکې له لارې ترکیې یا ارمنستان ته سفر وکړي.

