امریکا او هند د لس کلن دفاعي تړون لاسلیک کړی چې موخه یې د سیمهییز ثبات پیاوړتیا، د ګډو ګواښونو مخنیوی او د دفاعي ټکنالوژۍ پراختیا ده.
د دې موافقې له مخې، دواړه هېوادونه به د معلوماتو شریکولو، ګډو عملیاتو او دفاعي تولید په برخو کې نږدې همکاري کوي.
د امریکا دفاع وزیر پېټ هیګسټ دا تړون د واشنګټن او نوي ډیلي تر منځ د اوږدمهاله ملګرتیا مهم ګام بللی.
د هند او امریکا دغه ګډ پرمختګ په داسې وخت کې ترسره شوی، چې پاکستان تازه له سعودي عربستان سره د متقابلې دفاع تړون لاسلیک کړی.

