امریکايي نشریې نیولاینز د خپلو سرچینو په حواله راپور ورکړی چې پاکستان د طالبانو له حکومت سره د اړیکو د ترینګلتیا له زیاتېدو وروسته، د طالبانو حکومت د مخالفو افغان څېرو سره سیاسي تماسونه بیا فعال کړي او د افغانستان د سیاسي جوړښت د بدلولو پر لارو چارو غور کوي.
راپور وایي اسلاماباد د «رژیم بدلون» پلان ارزوي.
نیولاینز د سرچینو له قوله لیکي چې د طالبانو د هند پر لور نږدې کېدل، د استانبول د سولې خبرې بې نتیجې پاتې کېدل او د تحریک طالبان پاکستان د فعالیتونو زیاتوالی، د اسلاماباد امنیتي محاسبات بدل کړي دي.
راپور همداراز وايي چې پاکستان د طالبانو د مشرانو د نښه کولو پوځي او استخباراتي وړتیا لري؛ خو خبرداری ورکوي چې د طالبانو احتمالي سقوط به د قدرت خلا او د کډوالو نوې څپه رامنځته کړي.
د یادونې ده چې په دې وروستیو کې پاکستان له احمد مسعود، یاسین ضیا او نورو مخالفو څېرو سره تماسونه پراخ کړي دي.

