امریکایي محکمې د ټرمپ د حکومت هغه پرېکړه یوه اونۍ ځنډولې چې د نږدې ۱۲ زره مېشتو افغانانو د لنډمهالي محافظت وضعیت د لغوه کېدو په اړه وه.
سپینې ماڼۍ ویلي، قاضي هڅه کوي د ولسمشر د کډوالۍ پالیسي وځنډوي.
اوس د یادې پرېکړې له مخې حکومت تر جولای ۱۶مې پورې وخت لري چې ځواب ورکړي.
د یادو افغانانو محافظتي وضعیت د جولای ۱۴مه پای ته رسېده.

