جمعه, مارچ 13, 2026
Homeکورپاڼهامریکایي سناتوره:د «آیت‌الله» رژیم لاسونه د امریکایانو په وینو ککړ دي

امریکایي سناتوره:د «آیت‌الله» رژیم لاسونه د امریکایانو په وینو ککړ دي

امریکایي سناتورې، کیتي بریت د ایران پر ضد د «اعظمي فشار» د سیاست د دوام هرکلی کړی او د امریکا له ولسمشر ډونالد ټرمپ څخه یې مننه کړې ده.

هغې په اېکس کې د هغه خبر له بیا خپرولو سره، چې د ایران د سوداګریزو شریکانو پر ضد د اضافي تعرفو د لګولو حکم پکې شوی، لیکلي چې د «آیت‌الله» رژیم لاسونه د ګڼو امریکایانو په وینو ککړ دي.

بریت ټینګار کړی، هر هېواد یا فرد چې له دې حکومت سره سوداګریزې اړیکې لري، باید په خپلو پرېکړو کې له سره غور وکړي.

د نوموړې په وینا، د امریکا د حکومت نوې اقدامات به د ایران سوداګریز شریکان دې ته اړ کړي چې خپلې اقتصادي اړیکې بیا وارزوي.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here