چهارشنبه, مارچ 18, 2026
Homeافغانستانامریکایي رسنۍ:د نجونو د زده‌کړو پر سر د طالب مشرانو اختلافات ژور...

امریکایي رسنۍ:د نجونو د زده‌کړو پر سر د طالب مشرانو اختلافات ژور دي

امریکایي رسنۍ ان‌بي‌سي د طالبانو د درې لوړ پوړو چارواکو په حواله ویلي چې د نجونو پر زده‌کړو د بندیز پر سر طالب چارواکي خپلو کې مخالف دي.

دغو سرچینو د نوم نه ښودلو په شرط یادې رسنۍ ته ویلي، چې دا اختلاف ډېر کله د کابل او کندهار ترمنځ وي او د کندهار ځینې قومندانان هم دا یوه اشتباه بولي.

سرچینه زیاتوي، یو شمېر نور طالب چارواکي بیا فکر کوي چې د نجونو د زده‌کړو پلوي طالبان د هبت الله پر ضد دي.

د یادونې ده چې څه موده وړاندې د طالبانو حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد هم منلې وه، چې د دوی ترمنځ د نظر اختلاف وجود لري.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here