د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ نږدې سلاکار جېرډ کوشنر او د سپینې ماڼۍ ځانګړی استازی سټیف وېټکوف د قطر پلازمېنې دوحې ته رسېدلي دي، څو د ایران او امریکا ترمنځ د پلان شویو غیرمستقیمو خبرو لپاره سیمهییزې سلا مشورې ترسره کړي.
د امریکایي چارواکو په وینا، دواړه استازي به له قطري مشرانو سره د سیمې پر امنیتي وضعیت او د تهران–واشنګټن پر اړیکو خبرې وکړي او وروسته به مسقط ته ولاړ شي، چېرته چې ټاکل شوې د جمعې په ورځ له ایراني پلاوي سره مذاکرات پیل شي.
دا خبرې د ایران د اټومي فعالیتونو، د غنيسازۍ د کچې او د اقتصادي بندیزونو د کمېدو پر لارو چارو متمرکزې دي.
سرچینې وایي، د ناستې ځای له ترکیې څخه عمان ته د سیمهییزو هېوادونو د فشار او منځګړیتوب په پایله کې بدل شو.
سپینه ماڼۍ وایي، امریکا غواړي د خبرو له لارې حللار ومومي، خو د احتمالي هوکړې په اړه ډېر محتاط دریځ لري.
د واشنګټن ټینګار دا دی چې تهران باید عملي تضمینونه وړاندې کړي او خپل اټومي پروګرام په شفاف ډول محدود کړي، که نه نو د بندیزونو د نرمېدو چانس به کم وي.

