جمعه, مارچ 13, 2026
Homeافغانستانامریکايي محکمې؛د افغانانو د اېس‌ای‌وي ویزو د ارزونې د بیا پیل امر...

امریکايي محکمې؛د افغانانو د اېس‌ای‌وي ویزو د ارزونې د بیا پیل امر کړی

د کډوالو سره د مرستې نړیوال سازمان ویلي، د امریکا یوې فدرالي محکمې د ټرمپ ادارې ته امر کړی چې د افغان کډوالو د ځانګړې کډوالۍ «اېس‌ای‌وي» ویزو د غوښتنلیکونو ارزونه بې‌ له ځنډه بیا پیل کړي.

د واشنګټن ډي‌سي قاضي تانیا چاټکان ویلي، د دغو دوسیو ځنډول د کانګرس او د محکمې د پخوانیو حکمونو خلاف عمل دی.

که څه هم پر افغانانو د امریکا د سفر بندیز لا هم پر ځای دی؛ خو محکمې ټینګار کړی چې د هغو افغانانو د ویزو ارزونه باید دوام ومومي چې له امریکايي ځواکونو سره یې کار کړی او کلونه یې د پرېکړې انتظار ایستلی دی.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here