د امریکا متقاعد جنرال فرانک مککنزي ویلي چې متحده ایالات د هرمز تنګي د بیا پرانیستلو بشپړ پوځي توان لري او اوسني اقدامات د همدې عملیاتو لومړني پړاوونه دي.
فرانک مککنزي له سيبيایس نیوز سره په خبرو کې ویلي چې دا بهیر به د ایران د هغو وړتیاوو کمولو سره پیل شي چې د کښتیو پر وړاندې کارول کېږي.
د هغه په وینا، په دې کې د چټکو بریدګرو کښتیو له منځه وړل او د سمندري ماینونو د زېرمو له منځه وړل شامل دي.
هغه ټینګار کړی چې حتی لږ شمېر سمندري ماینونه هم کولای شي نړیوال سمندري تګ راتګ له جدي خنډ سره مخ کړي، نو ځکه به د دغو ګواښونو له منځه وړل لومړیتوب ولري.
مککنزي زیاته کړې چې د تنګي د بیا پرانیستلو عملیات به د هوايي او سمندري ځواکونو له لارې ترسره شي، خو د اړتیا په صورت کې ښايي د لنډ مهال لپاره محدود ځمکني ځواکونه هم وکارول شي.
نوموړي همداراز د خارک ټاپو ستراتیژیک اهمیت ته اشاره کړې او ویلي یې دي چې د دې سیمې نیول به پر ایران اقتصادي فشار زیات کړي او په احتمالي مذاکراتو کې به د فشار وسیله شي.
هغه د جګړې د پای لپاره کوم مشخص مهالوېش ونه ښود، خو ویې ویل که د امریکا ولسمشر کومه پرېکړه اعلان کړي، ډېر احتمال لري چې عملي به شي او د ایران مشران باید دا موضوع جدي ونیسي.

