د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د ایران هغه ادعا په بشپړه توګه رد کړې چې ګواکې په دوبۍ کې د امریکا پر قونسلګرۍ برید کې ۱۰۰ امریکايي پوځیانو یا ملکي وګړو ته مرګژوبله اوښتې ده.
دغه وزارت ویلي چې په برید کې هېڅ څوک نه دی وژل شوی او نه هم ټپي شوی دی.
د امریکا بهرنیو چارو وزارت له نړیوالې ټولنې غوښتي چې د امریکا او نورو هېوادونو پر ډیپلوماټیکو تاسیساتو د ایران غیرقانوني او ویجاړونکي بریدونه وغندي.
همدارنګه یاد وزارت ویلي چې په متحده عربي اماراتو کې له هغو امریکايي وګړو سره په مستقیم تماس کې دی چې د مرستې غوښتنه یې کړې او د هغوی د ایستلو لپاره د چارتر الوتنو د تنظیم هڅې روانې دي.

