امریکایي پولیس وایي، چې په نیویارک کې یوه ۲۷ کلن وسلهوال له یوې لوړپوړیزې ودانۍ څخه پر خلکو ډزې کړي، چې له امله یې یو پولیس افسر او ۳ ولسي کسان وژل شوي دي.
دوی ویلي، چې بریدګر له برید وروسته خپل ځان هم وژلی دی.
د پولیسو مشرې جسیکا تیش ویلي، بریدګر د لاس ویګاس اوسېدونکی و او تر اوسه یې د جرم کومه سابقه نه ده موندل شوې.
امریکایي چارواکي وایي، د پېښې د دقیقو لاملونو په اړه څېړنې روانې دي.

