د امریکا مرکزي قومندانۍ (سنتکام) ویلي، چې د خپلو سیمهییزو شریکانو په همکارۍ یې د سوریې په بېلابېلو سیمو کې د داعش ډلې پر مرکزونو، پټنځایونو او تحرکاتو هممهاله بریدونه کړي دي.
د سنتکام له مخې، دغه عملیات د شنبې په ورځ شاوخوا د غرمې پر مهال د «هاکآی سټرایک» تر نوم لاندې ترسره شوي، هغه لړۍ چې د ولسمشر ډونالډ ټرمپ په لارښوونه د ۲۰۲۵ کال په ډسمبر کې پیل شوې ده.
امریکايي پوځ ویلي، دا بریدونه د هغه خونړي حملې په ځواب کې دي چې د تېر کال د ډسمبر پر ۱۳مه په پالمیرا کې د داعش له لوري پر امریکايي او سوریایي ځواکونو شوې وه.
سنتکام ټینګار کړی چې هدف یې د داعش د بیا منظمېدو مخنیوی، د احتمالي بریدونو شنډول او د امریکايي ځواکونو خوندیتوب دی.

