د امریکا د کلفورنیا ایالت د سنخوزه ښار پولیسو خبر ورکړی چې د جمعې په ورځ په یوه سوداګریز مرکز کې ډزې شوې دي چې په نتیجه کې دوه کسان ټپیان شوي دي.
د اسویشیټېډ پرېس د راپور له مخې، دواړه ټپیان د مرمیو د لګېدو له امله روغتون ته لېږدول شوي دي.
پولیس وايي، تر اوسه د بریدګر پېژندګلوي نه ده څرګنده شوې او د خلکو د خوندیتوب لپاره یې ټول مرکز تخلیه کړی دی.

