پخوانی افغان سرتېری او کډوال، محمد نذیر پکتیاوال د امریکا د کډوالۍ او ګمرک ادارې تر نیول کېدو وروسته په ټکساس ایالت کې د ۲۴ ساعتونو په موده کې مړ شوی دی.
د کورنۍ د معلوماتو له مخې، پکتیاوال د جمعې په سهار هغه مهال ونیول شو چې خپل ماشومان یې ښوونځي ته رسول.
د هغه د نیول کېدو نه یوه ورځ وروسته کورنۍ ته د هغه د مړینې خبر ورکړل شوی.
پکتیاوال ۴۱ کلن و او د کابل له سقوط وروسته له خپلې کورنۍ سره په قانوني ډول امریکا ته لېږدول شوی و.
هغه د ډالاس ښار په شاوخوا کې له خپلې مېرمنې او شپږو ماشومانو سره اوسېده او د پناه غوښتنې دوسیه یې لا هم تر ارزونې لاندې وه.
ویل کېږي چې نوموړي د افغانانو په یوه نانوایي کې کار کاوه او د خپلې کورنۍ لګښتونه یې برابرول.
د معلوماتو له مخې، نوموړي د نیول کېدو وروسته خپلې کورنۍ ته ویلي وو چې ځان ښه نه احساسوي ا هماغه شپه روغتون ته ولېږدول شو؛ خو د بلې ورځې تر غرمې وروسته کورنۍ د هغه د مړینې له خبر سره مخ شوه.
د هغه د مړینې دقیق لامل لا تر اوسه روښانه نه دی، او امریکايي چارواکو ویلي چې د موضوع د څېړلو لپاره لا زیات وخت ته اړتیا ده.
د کډوالو د ملاتړ بنسټونو د دې پېښې په اړه اندېښنه ښودلې او ټینګار یې کړی چې د یوه ظاهراً روغ ۴۱ کلن کس مړینه د نیول کېدو نه څو ساعتونه وروسته غیر عادي ده او باید خپلواکه او روڼې څېړنې پرې وشي.
دا پېښه داسې مهال رامنځته شوې چې په امریکا کې د کډوالۍ د توقیف مرکزونو د وضعیت په اړه اندېښنې زیاتې شوې دي.
راپورونه ښيي چې د ۲۰۲۶ کال له پیل نه تر اوسه لږ تر لږه ۱۲ کسان د دغو مرکزونو په توقیف کې مړه شوي دي.

