امریکا د ملګرو ملتونو ځانګړې راپور ورکوونکې،فرانچسکا آلبانیز، له دې امله تحریم کړې چې د اسرائیل پر ضد یې د نړیوالو محاکمو غوښتنه کړې.
آلبانیز ویلي و چې د اسرائیل جګړه په غزه کې د “نسلوژنې” بڼه لري.
هغې له نړیوالو بنسټونو غوښتي و چې له اسرائیل سره خپلې مالي او نظامي اړیکې پرې کړي.
امریکا دا هڅې «غیرمشروع او شرموونکې» بللې.
د بخښنې نړیوال سازمان او نورو مدافع بنسټونو دغه اقدام غندلی او ویلي یې دي چې راپور ورکوونکي باید خوندي وساتل شي، نه دا چې مجازات شي.

