یو امریکایي چارواکي رویترز ته ویلي چې د امریکا ځواکونو د یوې ایرانۍ بېپیلوټه الوتکې پر وړاندې اقدام کړی چې د عرب سمندرګي په سیمه کې د امریکا د الوتکو وړونکي بیړۍ ته نږدې شوې وه.
د چارواکي په وینا، یاد ډرون د بیړۍ له امنیتي حریم سره نږدې راغلی و؛ نو د خطر د کمولو په موخه امریکایي ځواکونو وویشت او نسکور یې کړ.
د دغې ويشتل شوې ډرون الوتکې نوم شهيد – ۱۳۹ ښودل شوی چې د F-35 امريکايي جيټ الوتکې لخوا ويشتل شوې ده.
د پېښې په اړه نور جزئیات او د اړوند ځواکونو د اقداماتو کره توضیحات لا خپاره شوي نه دي؛ خو امریکایي چارواکو ټینګار کړی چې د بحري ځواکونو امنیت د هر ډول احتمالي ګواښ په وړاندې ساتل کېږي.

