د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د بریتانیا، آسترالیا، کاناډا او پرتګال له لوري د فلسطین د دولت په رسمیت پېژندلو غبرګون ښودلی او دا یې نمایشي اقدام بللی دی.
د وزارت یوه ویاند د فرانس پرېس خبري اژانس ته ویلي، واشنګټن پر جدي ډیپلوماسۍ تمرکز لري، نه پر داسې کارونو چې یوازې نمایشي بڼه ولري.
د هغه په وینا:«د امریکا لومړیتوبونه څرګند دي، د یرغملانو ازادېدل، د اسراییلو امنیت، او د سیمې سوله او هوساینه چې یوازې د حماس له منځه تلو وروسته شونې ده.»
دغه څرګندونې په داسې حال کې کېږي چې د امریکا څو نږدې متحدینو تېره ورځ د فلسطین خپلواک دولت په رسمیت پېژندلی دی.

