د امریکا د خزانې وزارت اعلان کړی چې د حزبالله له مالي شبکو سره د اړیکو په تور یې پر دوو کسانو، څلورو شرکتونو او دوو کښتیو بندیزونه لګولي دي.
د اوفاک د معلوماتو له مخې، دا بندیزونه هغه اشخاص او بنسټونه په نښه کوي چې د پېر، لېږد او مالي راکړې ورکړې له لارې د ایران په ملاتړ د حزبالله تمویل اسانه کوي.
روسی وګړی اندري بوريسوف او لبنانی وګړی محمد ماجد محمد نايف هم د ثانوي بندیزونو تر لست لاندې شامل شوي دي.
همداراز د پاناما، لبنان، اذربایجان او ترکیې اړوند څلور شرکتونه او د «برېلیانس» او «لارا» په نوم دوې بېړۍ هم تحریم شوې دي.
د دې اقدام له مخې امریکايي وګړي له یادو کسانو او شرکتونو سره له هر ډول معاملې منع دي او شتمنۍ یې کنګل کېږي.
امریکا وایي، دا ګام د حزبالله د مالي سرچینو د محدودولو او د سیمهییز امنیت د پیاوړتیا په موخه اخیستل شوی دی.

