د سوریې لپاره د امریکا استازي، تام باراک، د اسراییل او سوریې تر منځ د یوه امنیتي توافق پر سر د «حسننیت» خبرو تأیید کړی؛ خو وایي چې لا هم دا پروسه نهايي شوې نهده.
نوموړي ویلي، دواړه خواوې ګډه اراده لري؛ خو لا هم کار ته اړتیا شته.
هغه دا خبرې د سیمهییز ثبات او پرمختګ لپاره یو مهم ګام بللی دی.
د سوریې د انتقالي حکومت مشر، احمد الشرع، هم ویلي چې د اسراییل او سوریې ترمنځ «پرمختللې خبرې» روانې دي، او هر احتمالي توافق به د ۱۹۷۴ کال د اوربند پر بنسټ وي.

