د واشنګټن پوسټ د راپور له مخې، د امریکا د کورنۍ امنیت وزارت په کنیکټیکټ او سن ډیاګو کې دوه پخواني افغان ژباړونکي د امنیتي ګواښونو په تور نیولي دي.
دغه کسان، سره له دې چې قانوني د کډوالۍ اسناد یې لرل او ټول مهاجرتي بهیرونه یې بشپړ کړي وو، ونیول شول.
چارواکو ویلي چې یو یې جدي ګواښ ګڼل کېږي؛ خو هېڅ ثبوت یې نه دی وړاندې کړی.
دغه نیونې د امریکا د پوځ پخوانیو سرتېرو او د مهاجرو د ملاتړ ډلو له سختو نیوکو سره مخ شوې دي.
د نیول شوو کسانو وکیلان وايي، دواړو د امریکا له پوځ سره بشپړ همکاري کړې او خپل نظامي ریکارډونه، قراردادونه او د سپارښت لیکونه یې سپارلي دي، خو اوس د شړلو له خطر سره مخ دي.

