د واینټ وېبپاڼې د راپور له مخې، د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو درې لوړپوړي چارواکي له دندو لرې کړي، چې له اسراییل سره یې نږدې اړیکې لرلې.
په لرې شویو کسانو کې یو اسراييلي وګړی شامل دی چې د ایران په چارو کې یې کار کاوه، او همداراز مورګن اورتګاس، د امریکا استازی د لبنان لپاره، چې تازه یهودي شوی دی.
راپور زیاتوي، اسراییلي سرچینې باور لري چې دا اقدام د دې لپاره شوی چې ډونالډ ټرمپ غواړي د بهرني سیاست واک پخپله ولکه کې راولي.
راپور کې وړاندې راغلي چې ټرمپ دا کار د غزې جګړې او پر ایران د احتمالي برید په اړه د هغه او نتنیاهو ترمنځ د اختلافونو له امله کړی دی.

