د امریکا د قضايي نظام عالي هیئت منصفه درې ایراني انجنیران، چې د سیلیکونوېلي اوسېدونکي دي، د سوداګریزو رازونو د غلا او د محرمو معلوماتو د لېږد په تور تورن کړي دي.
د محکمې له صادر شوې دوسیې له مخې، ۳۲ کلن سرور قندعلي، د هغه ۴۱ کلنه خور سمانه قندعلي او د سمانې مېړه ۴۰ کلن محمدجواد خسروي، ټول د ایران تابعیت لري او تور پرې دی چې د ګوګل او ځینو نورو شرکتونو محرم معلومات یې غلا کړي دي.
د امریکا څارنوالۍ ویلي، دواړو خويندو مخکې په ګوګل کې کار کاوه او وروسته بل شرکت ته ولاړې، خو له خسروي سره یو ځای تورن دي چې د شرکتونو پټ معلومات یې خپلو کاري وسایلو او همدارنګه ایران ته لېږدولي دي.
په قضیه کې د ایران د حکومت لپاره د جاسوسۍ تور په څرګند ډول نه دی مطرح شوی، خو ویل شوي چې تورنو کسانو د خپلو کړنو په اړه د تحقیقاتو بهیر هم ګډوډ کړی دی.
د قانون له مخې، که تورن کسان مجرم وپېژندل شي، نو د سوداګریزو رازونو د غلا د توطیې هر تور په بدل کې تر ۱۰ کلونو بند او ۲۵۰ زره ډالرو پورې جریمه ورپېښېدای شي.
همدارنګه د تحقیقاتو د بهیر د خنډ جوړولو تور کېدای شي تر ۲۰ کلونو زندان او ۲۵۰ زره ډالرو جریمه ولري.

