د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د بلوچستان د ازادۍ پوځ «بي اېل ای» او اړوندې ډلې «مجید بریګېډ» د بهرنیو ترهګرو ډلو په رسمي نوملړ کې شاملې کړې.
«بي اېل ای» او مجید بریګېډ د ۲۰۱۹ کال راهیسې د ګڼو خونړیو بریدونو مسوولیت منلی.
په دې بریدونو کې د کراچۍ هوايي ډګر ته نږدې او د ګوادر بندر پر ودانۍ ځانمرګي بریدونه، او د ۲۰۲۵ کال د جعفر اېکسپریس د رېل ګاډي برمته کول شامل دي چې ۳۱ تنه پکې ووژل شول.
امریکا وايي دا پرېکړه د ترهګرۍ پر وړاندې د مبارزې او د دغو ډلو د مالي او لوژستیکي سرچینو د کمزوري کولو لپاره شوې.

