پنجشنبه, مارچ 12, 2026
Homeکورپاڼهامریکا؛الاسکا کې نادرکه شوې الوتکه غورځېدلې او لس تنه پکې وژل شوي

امریکا؛الاسکا کې نادرکه شوې الوتکه غورځېدلې او لس تنه پکې وژل شوي

د امریکا په الاسکا کې د الوتکې غورځېدو له کبله لس تنه وژل شوي دي.

امریکایي چارواکو ویلي، چې دغه الوتکه تېره ورځ د برینګ ایر هوایي شرکت یوه امریکایي الوتکه له لسو مسافرو سره په الاسکا کې د الوتنې پر مهال د رادار له سکرین څخه ورکه شوې وه.

دا الوتکه له اوالاکلیت هوايي ډګر څخه د نوم هوايي ډګر ته روانه وه، چې دواړه د لویدیځ الاسکا ښارونه دي.

د یادونې ده چې دا په تېره یوه اونۍ کې امریکا کې د الوتکې غورځېدو درېیمه پېښه ده.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here