د افغانستان د جمهوري حکومت لومړي مرستیال امرالله صالح ویلي، چې د ۲۰۲۰ کال د مونیخ امنیتي کنفرانس پر مهال د افغانستان ولسمشر اشرف غني د قطر له امیر سره په لیدنه کې پر طالبانو د دغه هېواد د کوربهتوب سخت اعتراض کړی و.
صالح په خپلو څرګندونو کې ویلي، چې ولسمشر غني له امیر څخه پوښتنه وکړه: «تاسو طالبانو ته پناه ورکړې ده او هغوی هره ورځ زموږ د خلکو د وژنې پلانونه جوړوي.» د قطر امیر ورته په ځواب کې ویلي: «موږ یوازې د دوی استوګنلو ته اجازه ورکړې ده، خو ټول لګښتونه او چارې یې د CIA په مدیریت دي؛ که امریکا وغواړي، زه یې سبا وباسم.»
د ده په وینا، د ۲۰۱۳ تر ۲۰۲۱ کلونو پورې د قطر لپاره نړیوالو قوانینو هېڅ معنا نه لرله، خو نن چې د نړیوالو اصولو خبره کوي، پوښتنه راپورته کېږي چې ایا نړیوال قوانین یوازې د بډایو لپاره دي او که افغانستان هم ترې برخه لري!.
صالح ټینګار کړی، چې د دوحې پروسه د طالبانو د واکمنېدو، د افغانستان د ښځو د نیمایي ټولنې د غلامۍ، او د میلیونو افغانانو د بېکوره کېدو او کړاو اصلي لامل و.

