د افغانستان د وروستي جمهوري نظام لومړي مرستیال امرالله صالح وايي، د هند او پاکستان د کړکیچ سره هم مهاله د پيسو نړیوال صندوق IMF د پاکستان قرض منظور کړ.
ښاغلي صالح ویلي د IMF په قرض جنګ نه ګټل کېږي.
امرالله صالح په داسې حال کې چې د IMF له لوري پاکستان ته د قرض منظوري یوه حیرانونکې چاره بللې خو ویلي چې پاکستان له مالي پلوه جګړې ته تیار نه دی.
د پیسو نړیوال صندوق د مۍ ۹ نېټه پاکستان ته ۱ میلیارد ډالر قرض منظور کړ.

