د پخواني حکومت لومړی مرستیال، امرالله صالح د زلمي خلیلزاد د میرمنې، چیرل بینارد، له لوري د عزیزي بانک د ملاتړ په غبرګون کې ویلي چې دا بانک یوه “کلاهبرداره مالي پروژه” ده، او سقوط یې یوازې د وخت خبره ده.
صالح ویلي، عزیزي بانک د درواغو، مالي درغلیو، مبهمو پانګونو، پیسو مینځلو او ترهګرۍ د مالي تمویل یوه مجموعه ده، چې د امریکا د مشهوره کلاهبردار برنارد میډوف له پانزيطرحې سره ورته والی لري.
صالح تور پورې کړی چې زلمي خلیلزاد او نږدې کسانو یې له دې مالي طرحې له دوه لسیزو راهیسې ګټه اخیستې ده.
هغه د خلیلزاد مېرمن چیرل بینارد یې د طالبانو لابيګره بللې او په وینا یې د ښځو د حقونو پر ځپلو او بشري وضعیت چوپ پاتې ده؛ خو د عزیزي بانک دفاع کوي.

