د جمهوري حکومت لومړی مرستیال امرالله صالح وايي، طالبانو د شاه امانالله خان مزار، چې د افغانستان د خپلواکۍ اتل و، مدروکه او ممنوعه سیمه ګرځولې ده او خلکو ته اجازه نه ورکول کېږي چې هلته ولاړ شي.
نوموړی وايي، دا کار د طالبانو له خوا د ملي ارزښتونو او تاریخي شخصیتونو سپکاوی دی.
د هغه په خبره، طالبان خپله پاليسي لا هم له راولپنډۍ اخلي، او د دوی مشري د پاکستان له خوا تنظیمېږي.
صالح زیاتوي، د طالبانو پخوانۍ اړیکې له نصیرالله بابر، د کوټې او پېښور له شوراګانو او د اکوړه خټک له مدرسې سره خلکو ته معلومې دي.

