د افغانستان د پخواني حکومت لومړي مرستیال امرالله صالح ویلي، چې د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیرخان متقي اسلاماباد ته سفر ځکه وځنډېد، چې د ملګرو ملتونو د بندیزونو کمېټې د هغه د سفر مخه نیولې ده.
ښاغلي صالح پر اېکس پاڼه لیکلي: «متقي د بندیزونو په نوملړ کې شامل دی. طالبان او پاکستان په افغانستان کې د لسیزو جګړو، وژنو او ویجاړیو مسوول دي. نپوهېږم، چې د ملګرو ملتونو د بندیزونو په کمیټه کې چا د دغه سفر مخه نیولې؛ خو له ډېرې مودې وروسته دغه سازمان یو سم او پرځای اقدام کړی دی.»
ټاکل شوې وه، چې امیرخان متقي د زمري ۱۳مه اسلاماباد ته سفر وکړي؛ خو د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزارت ځینو سرچینو دا ځنډ «تخنیکي ستونزې» بللي دي.
د طالبانو حکومت او پاکستان تر اوسه د متقي د سفر په اړه رسمي څه نه دي ویلي.

