د پخواني ولسمشر لومړي مرستیال امرالله صالح ویلي، چې د طالبانو حکومت او پاکستان ترمنځ روانه لفظي شخړه یوازې پروپاګند، او جوړه شوې ډرامه ده.
هغه د طالبانو پر حکومت تور ولګاوه چې د آیاسآی په مرسته یې مشهور جهادي مشران، احمد شاه مسعود، حکیم تڼیوال، حاجي عبدالقدیر او استاد رباني، شهیدان کړي او د قومي تفرقې د اچولو لپاره یې د جنرال پرویز مشرف له جوړ شوي روایت څخه بشپړه پیروي کړې ده.
صالح زیاته کړې چې طالبانو د افغانستان د نړیوال نظم او اقتصاد سره د ادغام بېساری فرصت له منځه یووړ او هېواد یې لسیزې شاته یووړ.
د هغه په وینا، تر هغه چې طالبان واکمن وي، د دوی روایت ملي نهشي، کېدای او یوازې مشروع، د خلکو له رایو راټوکېدلی حکومت کولای شي روانې ستونزې هوارې کړي.

