د پخواني حکومت لومړی مرستیال امرالله صالح وايي، چې د مولانا خانزیب وژنه د افراطګرۍ او مدنیت ضد دسیسو دوام دی.
هغه زیاتوي، دا یو پخوانی او پلان شوی تکتیک دی چې له مخې یې هر څوک چې د مدني ارزښتونو ملاتړ وکړي، له منځه وړل کېږي.
نوموړی وايي، په تېرو څو لسیزو کې هم د مدنیت پلویان، لکه سید شمسالدین مجروح او قیوم رهبر، په پاکستان کې وژل شوي وو.
صالح وایي، د قبایلي سیمو له لارې د افغانستان د بېثباتۍ پروژه سل کاله کېږي روانه ده او اوس هم د ملتپالو پښتنو ژوند له خطر سره مخ دی.

