سه شنبه, مارچ 24, 2026
Homeافغانستانامرالله صالح:ایران ځکه افغان کډوال را باسي، چې د بلې جګړې لپاره...

امرالله صالح:ایران ځکه افغان کډوال را باسي، چې د بلې جګړې لپاره چمتووالی نیسي

د افغانستان د پخواني ولسمشر لومړی مرستیال امرالله صالح وایي چې ایران د یوې احتمالي جګړې د بیا پیل لپاره چمتووالی نیسي، او له همدې امله افغان کډوال له خاورې باسي.

صالح پر خپله ایکس پاڼه لیکلي، چې دواړه لوري ګوته پر ماشه دي او د جګړې احتمال لرې نه دی.

هغه ټینګار کړی چې ایران غواړي په یوه احتمالي جګړه کې قوي حضور ولري او نه غواړي د بهرنیانو (افغان کډوالو) شتون یې پام وویشي.

صالح زیاته کړې، چې غوره به وي، ترڅو پر خپلو ابتکاراتو تمرکز وشي.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here