شنبه, مارچ 14, 2026
Homeکورپاڼهامانوئل مکرون نتنیاهو ته:غزه کې هر ډول جبري بې‌ځایه کول باید بند...

امانوئل مکرون نتنیاهو ته:غزه کې هر ډول جبري بې‌ځایه کول باید بند شي

د فرانسې ولسمشر امانوئل مکرون، د اسرائیل له لومړي وزیر بنیامین نتانیاهو سره د تلیفوني تماس پر مهال، د غزې پر ضد د بریدونو د درولو او اوربند ته د بېرته ستنېدو غوښتنه وکړه.

مکرون ویلي، چې بشري مرستې باید سمدستي بېرته پيل شي او هر ډول جبري بې‌ځایه کول یا نیواک د سولې پر ضد عمل دی.

مکرون په خپله ایکس‌پاڼه لیکلي، چې د ټولو برمته شویو کسانو ازادول او د اسرائیل امنیت د فرانسې له لومړیتوبونو څخه دي.

نوموړي زیاته کړې، چې له نتانیاهو سره یې د سوریې د ثبات او د دې هېواد د حاکمیت د بېرته راګرځولو په اړه هم خبرې کړې دي او فرانسه به د دغو مسایلو په ټولو برخو کې له اسرائیلي چارواکو سره نږدې همغږي وساتي.

هغه دغه راز ویلي، چې منځني ختیځ کې ثبات ته اړتیا ده، او یوازې یوه عادلانه او دوامداره سوله کولای شي، چې ټولو ته خوندي راتلونکی برابر کړي.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here