د طالبانو د حکومت اړوند المرصاد رسنۍ وایي، چې په غور کې د داعش پر یوه مهم پټنځای طالبانو عملیات ترسره کړې دي.
المرصاد ویلي چې په دغه عملیاتو کې دوه تنه داعش چې یو یې ویل کیږي د بهرني هیواد اړوند دی، وژل شوي دي.
المرصاد د خپلو سرچینو له قوله ویلي، چې دا عملیات نن تر غرمې وروسته په نورکوه سیمه کې ترسره شوي، چې په نتیجه کې یې د عزیز او مرتضی په نوم دوه داعشيان وژل شوي دي.
المرصاد دغه راز ویلي چې مرتضی د یوه بهرني هیواد وګړی دی.
د طالبانو حکومت تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

